اردوغان هغه قصیده بیا وویله، د کومې له وجې چې بندي شوی وو / ویډیو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د هیواد په ختیځه کې د سعود په نامه ښار کې هغه قصیده ولوسته د کومې له وجې چې شل کاله وړاندي بندي شوی و.

دغه قصیده چې ترکي شاعر «ضياء غوقلب» لیکلې، شل کاله وړاندي په همدې ځای کې اردوغان لوستلې وه او له وجې يې د ادیانو تر منځ د تفریق او سیکولرزم سره د مخالفت په تور بندي شوی وو. اردوغان هغه مهال د استنبول د بلدیې مشر وو.

په قصیده کې شاعر وایی، زمونږ منارونه زمونږ نیزې دي، ګنبدې مو د سر عسکري خولۍ دي، مساجد مو سنګرونه او مؤمنان مو عسکر دي.

اردوغان ددغې قصیدې لوستلو په وجه د کال ۱۹۹۹ په دیسمبر میاشتې کې بندي شو او بیا د کال ۲۰۰۰ په مارچ میاشت کې له بنده ازاد شو او له هغه وروسته یې د خپلو ملګرو سره په ګډه د عدالت او پرمختګ په نامه ګوند جوړ کړ چې د کال ۲۰۰۲ راهیسي پر هیواد واکمن دی.

 

لست همه فلم ها
ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !