د نيوزيلنډ د پوليسو عمومي مشرې شل کاله وروسته خپل اسلام ښکاره کړ +ويډيو

د نيوزيلنډ د پوليسو عمومي قومندانې نائله حسن له شل کاله وروسته په جهر وويل، چې دا مسلمانه ده او په خپل دين فخر کوي.

نوموړې د نيوزيلنډ په کرايسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د شوي بريد د وژل شوو مسلمانو لمونځ کوونکو له کورنيو سره خپله خواشيني او غمرازي ښکاره کړه.

هغې خپله وينا په مسنون سلام او خطبې پيل کړه او ويې ويل: «الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين

نائله حسن د مسلمانانو يوې غونډې ته وويل، چې دا د پوليسو تر ټولو ستره مشره ده او په خپل اسلام فخر کوي.

هغې زياته کړه، چې د يوې پوليس افسرې په توګه د تېرې جمعې په ورځ د خونړۍ پېښې له امله درېدلې، چې له امله يې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور  ټپيان دي.

د پوليسو دغې مسلمانې مشرې ټينګار وکړ، چې پوليس به د پېښې په اړه ټولې هڅې پر کار اچوي او د پېښې تل ته به ځان ورسوي.

راپورونه وايي، چې نائله حسن له پښته پاکستانۍ ده، د خپلې دندې سربېره له سپورټ سره هم مینه لري او د اولمپيک په نړيوالو لوبو کې يې د لومړي ځل لپاره د نيوزيلنډ د ښځو ډله جوړه کړې وه.

قومندانې نائله نن د دوو جوماتونو د قربانيانو له کورنيو سره د خپلې غمرازۍ ښکاره کولو پر مهال په لومړي ځل په جهر وويل، چې دا مسلمانه  ده او له تېرو شلو کلونو راهيسې يې ځکه خپل مذهبي هويت پټ ساتلی و، تر څو يې خلک وروسته پاتې ونه بولي.

نائله اوس وايي، چې د اسلام له ښکاره کولو وروسته ملګري او همکاران مثبت نظرونه ورکوي او په ټولنيزو رسنيو کې هم ستايل کيږي.

نائله حسن د تېرې پېړۍ په اويايمو  کلونو کې له خپل پاکستاني پلار او برتانوۍ مورسره نيوزيلنډ ته کډواله شوه او دوه خويندې لري.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د نيوزيلنډ په کرايسټ چرچ ښار کې يوه مسيحي ترهګر د مسلمانانو پر دوو جوماتونو وسله وال بريد کې لږ تر لږه پنځوس لمونځ کوونکي وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي وو او بریدګر هم د پولیسو له لوري نيول شوی دی.

لست همه فلم ها
ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !