زموږ حیا، ننګ، ناموس غیرت سره لوبې!

22 حمل 1398         139        فلم

وا معتصما

زموږ حیا، ننګ، ناموس غیرت سره لوبې!

له زابل او میدان وردګ وروسته له هلمنده ولایت نه د دولت او بهرنیو ځواکنو په شپنیزه چاپه کې دوه ښځې وړل شوې چې دا وحشت هیڅ افغان ته د منلو نده.

که څه هم هلمند د هیواد ښېرازه سمسور دښته لرونکي ولایت دی، د نامنیو ډیر راپورونه ترې خپرېږي، تیرو کلونو کې دمرجې عملیات ان سپینې ماڼۍ او پینټاګون په ژوندۍ بڼه تعقیبول خو تر دې دمه ترې د حیا، ننګ، غیرت او ناموس راپورونه نه وو خپاره شوي، بد بختانه د تیر شنبې په شپه د هلمند ناداعلی باباجي تور پل سیمه کې د ډاکټر اسد په کور چاپه کې د دوو ښځو وړل دا په ګوته کوي چې ګډو ځواکونو دا ناوړه عمل قصدي کړی او د افغانستان د خلکو له دین، کلتور، او مذهب سره ښکاره په ټکر کې ده.

دې ناوړې وحشي پيښې کې له مور د اتوو مياشتو ماشوم په زور پریښودل شوې. چیرته دي تش په نامه علما! چیرته دې تش په نامه حقوق بشر چې د ملت له سرمايي پړسیږي! ایا چارواکي د افغانیت ، ننګ، ناموس، حیا او غزت په نامه څه پیژني! دوي باید وپوهیږي افغانان ورانې ويجاړې خونې د شهيدانو بې شماره جنازې زغملی شي خو په شپنیو چاپو کې د ښځو وړل په هیڅ قمیت نشی زغملی.

لست همه فلم ها
ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !