نړیواله سروې: په افغانستان کې د خلکو غوسه اندېښنه او خواشیني ډېره شوې

یوه نوې نړیواله سروې ښيي چې د نړۍ خلکو کې غوسه، اندېښنه او خواشیني ډېره شوې ده. د هغو ۱۵۰ زره کسانو له ډلې چې ۱۴۰ هېوادونو کې ورسره مرکې شوې، درېیمه برخه کسانو ویلي، له ذهني فشار سره مخامخ شوي او لږ تر لږه له پنځو نه یوه کس ویلي، خواشیني، خپګان او غوسه یې تجربه کړې دي. سروې کې تر ټولو ډېرې منفي درجې موندونکی هېواد چاډ او ورپسې نایجر بلل شوي دي. د راپور له مخې تر ټولو زیات مثبت هېواد پاراګوای بلل شوی دی. په دې کې افغانستان هم یوه بېلګه ده، چې دویم پرلپسې کال یې د مثبتو درجو شمېر ټیټ بلل شوی. افغانستان ۴۳ نومرې چې د پروسږ کال په پرتله هم لږې ښيي چې بېوزلۍ د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. په ۲۰۱۸ کال کې ۳۶ سلنه افغانانو دا ویلي، چې لږ یې خندلي یا موسکي شوي دي، نو دا په ۱۲ کلونو کې د یوه هېواد لپاره تر ټولو ټیټ ریکارډ ثابت شوی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !