د رمضان المبارک د ښه استقبال لپاره ۳۰ مهم نصیحتونه

 

حافظ عبدالولي رازقي

۱- د فرائضو او واجباتو په سمه توګه اداکول. د توبه او اسغفار زیاتوالی.

۲- د روژې مبارکې میاشتې مسائل زده کول او نورو ته ښودل.

۳- خپل نفس دې پر تقوی باندې پاپند کړه.

۴ - پر صله رحمۍ کې مخکې والی وکړه.

۵ - زړه دې له کینې،بغض،نفرت او حسد څخه پاک کړه.

۶- د تیرو روژو قضائي که درباندی پاتی وي.

۷ - دعاء خپل عادت وګرځوه.

۸ - د صدقه ورکول خپل عادت وګرځوه.

۹-  د قران شریف تلاوت ډیر کړه.

۱۰-  د قیام اللیل خاص اهتمام وکړه.

۱۱-  له انټرنیټ او اجتماعي رسنیو څخه استفاده محدوده کړه.

۱۲ - د تلویزون له لیدلو څخه ډډه وکړه.

۱۳-  د کورنۍ لپاره د روژې څخه مخکې غذایې مواد برابر کړه.

۱۴ - د روژی لپاره دې دنیاوي کارونه سپک کړه.

۱۵ - د ورځني ژوند لپاره منظم تقسیم اوقات جوړ کړه.

۱۶ - پر خادمانو او مزدورانو باندې مو کارونه سپک کړئ.

۱۷ - که توان او طاقت مو وي عمرې ته لاړ شئ.

۱۸ - تر ټولو ډیر وخت پر مسجد کې تیر کړه.

۱۹ - خوب دی کم کړه.

۲۰ - تر ۴۰ ورځو پوری د تکبیر اولی سره لمونځ وکړه.

۲۱ - له نشه یې توکو څخه ځان وژغوره.

۲۲ - د خلکو سره د لیدلو سلسله کمه کړه.

۲۳ - کوښښ وکړه چې د قرآن شریف کوچني سورتونه حفظ کړی.

۲۴ - ماشومانو ته مو د روژی نیولو عادت ورکړئ.

۲۵ - د کم خوراک عادت جوړول.

۲۶ - دا روژه مو له تیری روژی څخه په اعمالو غني کړئ.

۲۷ - د شعبان د میاشتی ورځی وشمیرئ.

۲۸ - د مالي حقوقو اړوند مسائل ذده کړئ.

۲۹ - د شپی لخوا پر وخت د ویده کیدلو عادت وګرځوئ.

۳۰ - پر دعاګانو باندی خاص تمرکز او اهتمام کول.

اللهم بارک لنا رجب وشعبان و بلغنا رمضان.

 

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !