د صحت لپاره د روژې گټې

 

ډاکټر عبدالصمد نظري

ځينې خلک دا فکر کوي چې د روژې مياشت د جزا مياشت ده فقط د اخرت گټه پکښې ويني خو داسې ندې روژه د اخرت پرگټو سربيره بې شمېره اجتماعي او د صحت ګټې هم لري. زه يي دلته د صحت ګټې درته بيانوم د اخرت او اجتماعي گټو بيانول يي ملايانو او علماو ته پريږدم . د روژې مياشت د انسان د وجود لپاره داسې مانا لري لکه يوماشين چې 24 ساعته وچلوي په اخر کي ګرم شي او يوې وقفې ته ضروت پيدا کړي که وقفه ورنکړې کارنکوي که یې ورکړې هم د پوره مکمل کار طمع تري نه وي.

دانسان بدن هم داسي ديو ماشين غوندي دشپي او د ورځي 24 ساعته دانسان په خدمت کي وي انسان چې په مياشتو مياشتو څومره خوراک اوڅښاک وکړي بيا هم دانسان د وجود غړي نه ستړي کيږي خو بیا هم استراحت ته ضرورت لری ، همدغه دروژي مبارکه مياشت د وجود لپاره داستراحت مياشت ده , روژه د وجود پر هرغړي جلا جلا مثبت تاثيرات لري چې په لاندې ډول دي.

دوزن کموالي : په روژه کې انسان د وزن کميږي په وجود کي دمياشتو مياشتو ذخيره شوي غوړين مواد په مصرف رسيږي د وزن کموالي او د چربي ورکول، د زړه د ناروغي ، دشکری ناروغی او د وینی دفشار په مخنيوي کي ډير اغيزناکه رول لري .

د انسولين هرمون پياوړتيا : د روژې په مبارکه مياشت کې د ويني د شکرې لپاره انسولين هرمون پياوړي وي د شکري په کنترول او توازن کي ډير اغيزناکه وي .

د عمر اوږدوالی: د عمر اوږدوالی او لنډوالی د الله تعالی په لاس کې دی خو ځينو څيړونو ښودلې ده چې روژه د عمر داوږد والي سبب کرځي ، دعمر په لنډيدو کي مهم عامل د وجود دميتابوليزم سست والی او کرار والی دی خو په روژه کی د وجود متيابوليزم ګړندی وي چې د عمر د اوږدوالي سبب ګرځي.

روژه دلوږې په مقابل کې مقاوت زياتوي: دلوږې سره مقابله د وجود هومونونو ته د دې توان ورکوي چې په ښه ډول کار وکړي همدارنګه ځيني خلک د خوراک ډير ليواله وي هر شی چې په مخه ورشي مخ نه تري اړه وي خوري يې روژه د دې عادت په ورکولو کې ورسره کمک کوي روژه

د خوراک عادتونه منظم کوي: ځينې خلک د ورځې په اوږدو کې رقم رقم او پريمانه خوراکونه کوي روژه ددي عادتو په ورکولو کې ډير کمک کوي .

روژه دعصابو فعاليتونه پياوړي کوي: روژه دعصابو په سيستم کې د نوي حجرو په تشکيل او وده کې مهم رول لوبوي همدارنګه دځینې عصبي ناروغيو په مخنيوي کي لکه الزايمر او پارکين سون ناروغي ډير اغيز ناکه ده.

روژه دجود دکنترول سيستم قوي کوي: روژه دانسان وجود په فزيکي او ذهني ډول ژوندي او فعال ساتي.

پوستکي پاک ساتي او دپوستکي دانې ورکوي: په روژه کي ينه (جګر) او پښتورګي (ګردوکي,بډودي) د زهرجنو او مضرو موادو څخه پاکيږي د ینې او پښتورګي د زهرجنو توکو څخه پاکوالی د پوستکي په ښه تلو کي مهم رول لري.

متيابوليزم : روژه د انسان د وجود متيابوليزم ګړندی کوي د انسان هضمي سيستم ته لکه معد ، لويو او وړو کولمو ته استراحت ورکوي اخيستل شوي انرژي او کالوري استعمال په سالم شکل صورت نيسي همدارنګه روژه د هغه خلکو لپاره چې د ځيني غذاګانو په مقابل کي یی معده او کولمې حساسې وي په نس کي يي باد ږغونه او ګډوډي ور پيدا کوي ډيره گټوره ده.

روژه دانسان دفاعي سييتم قوي کوي: روژه دانسان دوجود دفاعي سيستم قوي کوي په روژه کي دفاعي سيستم په وجود کي زړي او دفعاليت څخه لويدلي حجري له مینځه وړي او نوي تازه حجري منځته راځي همدارنګه دکنسر دحجرو د پخش کيدو سرعت راکموي.

روژه دانسان پر روحياتو او معنوياتو ډير مثبت تاثير لري: په يویشتمه پيړي کي الماني ډير مشهور رواني ډاکتر ( Dr.otto Buchinger ) ويلي دي چې روژه نيول بي عملياته تر ټولو بيولوژيکی د تداوي ميتود دي دا په دي معني چې ځینې ناروغي د روژي په نيولو سره شفا مومي.

روژه دانسان څخه ځيني عادتونه ورک يا کموي: ځيني خلک د ورځې په اوږدو کې تر حد زيات سګريټ څکوي ، نصوار کوي، چلم څکوي ، خطرناک نشه يي توکي استعمال کوي لکه چرس ، تارياک ، هیروين ، الکول. چې ذکر شوي شيان د انسان دصحت لپاره ډير مضر دي، د روژي په مبارکي مياشت کي د روژي په نيولو سره يي مقدار را کمږي او ځيني خلک بيا کوښښ کوي ترک يي کړي او ځان ځيني خلاص کړي .

 

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !