۲۲ کلن ځوان د مبایل چارجولو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ

د تایلنډ هېواد یو ۲۲ کلن ځوان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د مبایل چارجولو پرمهال د مبایل استعمالولو له کبله له سخت شاټ سره مخ شو.  د ډيلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم کله چې د یاد کس خپلوان د نوموړي کور ته ورسیدل ګوري چې کس پر بستر مړ پروت دی، په لاس کې یې مبایل چې په چارج کې ورکړل شوی و ایښی و، ویل کیږي چې د نوموړي په لاس د بجلۍ شاټ یا سوځېدو نښې هم ښکاریدې.

پوهان د داسې پېښو اصلي لامل خراب یا جعلي چارجر یادوي، دوی وایي چې دغه ډول چارجر استعمالول او بیا د چارج پرمهال پر مبایل خبرې کول اکثره سړي ته شاټ ورکوي چې له کبله یې د ژوند ګواښ پېښیږي، دوی سپارښتنه کوي چې د مبایل چارجولو پرمهال هیڅکله باید پر دې خبرې ونشي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !