څیړنه: منظم خوب حافظه پیاوړي کوي

یو تازه څیړنه ښي چې څوک منظم خوب لري حافظه به ښه او قوي وي، په دغه څېړنه کې راغلي، چې مناسب خوب کولای شي ستاسې حافظه دومره پیاوړې کړي، چې ټولې ورځنۍ پېښې او فعالیتونه یو په یو په یاد ولری.

 د څېړنې پایلې ښيي، چې ورځني فعالیتونه د خوب پر مهال په مغزو کې په منظم ډول تمرین او ساتل کېږي.

 له دې سربېره، د شپې منظم خوب د انسان د صحت لپاره هم ګټور دی، په ورته وخت کې څېړونکي اندېښنه ښيي، چې له اندازې زیات خوب عمر کموي.

د ډاکترانو په باور، د بالغو کسانو لپاره د خوب مناسبه اندازه د اتو ساعتونو په شاوخوا کې ده، خو داسې هم ویل کېږي، چې که د انسان خوب له ټاکلې اندازې زیات شي، بیا حافظه کمزورې کوي، مانا دا چې ډېر او لږ خوب دواړه خپل تاوانونه لري، نو ښه ده چې انډول پکې په پام کې ونیول شي او د هر څه لپاره مهالوېش ولرو.

 که په ورځني ډول هر کار په خپل وخت تر سره کړی، ډاډه یم چې په هېڅ کومه برخه کې به وروسته پاتې نه شی او د هر کار لپاره به وخت ولری.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !