د سهيل شاهین او خلیلزاد ټیوټونو اندیښنې راولاړې کړې

ډاکتر عبدالشکور داؤدزی


که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د شوو مذاکراتو رښتيني جزیات ندي په ډاګه شوي خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو خلیلزاد غبرګون ښودلې. د قطر دفتر ویاند شاهین ويلي امریکا له افغانستان نه په بشپړه توګه وتو ته چمتو شوې او په مذاکراتو کې پرمختګ شوی.

د سهیل شاهین د دې خبرو په غبرګون کې خلیل زاد ويلي موږ د سولې د يوې هراړخيزې هوکړې په لټه کې يو، نه د وتلو.

بل لور ته د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل ملا عبدالغنی برادر د چین له سفره راستنیدو سره سم ایران ته تللې چې د ایران اندیښنو ته ځواب ورکړي. د طالبانو له دې سفرونو هم رسنۍ او هیوادوال ناخبره دي. همدې سفرونو د سیمې ځينې هيوادونه هم انديښمن کړي دي. هند اندیښنه‌ لري چې که امریکا طالبان بیرته قدرت ته ورسوي يا يې په نظام کې شریک کړي طالبان به د هند او افغانستان اړیکو سره څه چلند‌ کوي؟ د تیر په څیر به د ‌هند رقیب سره په یو طرفه اړیکو ټینګار کوي که د هند انديښنو ته به ځواب وايي.

 د سیمې او نړۍ په کچه انديښنې شته خو تر دې دمه د ‌هیوادوالو او نړیوالو اندیښنو ته کوم لوري ځواب نه دی  ورکړې .

له دواړو خواوو د هیوادوالو غوښتنه داده چې د روان بهران خاتمه ورکړي جګړه د حل لار نده د افغان ولس له هیلو سره د لوبې نه کوي د سولې مذاکراتو په اړه دضد او نقیصې څرګندونې  نه کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !