افغانستان په نړيوال جام کې شپږمه لوبه هند ته وبايلله

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله شپږمه سيالي له هند سره لرله چې له مقابلې لوبډلې يې د يوولس منډو په توپير ماتې ومنله.  د لوبې پچه هند وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو افغانستان ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه.  د افغانستان له خوا ګلبدين نايب او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول او مجیب، افتاب عالم، راشد خان او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځاوه.  افغانستان ښه توپوهنه وکړه خو بيا بخت ورسره یاري ونه کړه او د لوبې په وروستي اور کې چې شپاړلس منډې پاتې وې د هندي توپ اچوونکي محمد شامي له لوري په وروستيو دوو اورونو کې درې افغان لوبغاړي محمد نبي، افتاب عالم او مجيب الرحمن وسوځيدل.  د افغانستان له خوا تر ټولو زياتې ۵۲ منډې محمد نبي وکړې او ورپسې رحمت شاه ۳۶ منډې وکړې.

افغانستان په کرکټ نړيوال جام کې شپږ لوبې ترسره کړي او شپږ واړه يې بايللي دي.  د افغانستان ملي لوبډد دغه سياليو خپله اوومه لوبه د جولای مياشتې په ۲۴ نيټه له بنګله دېش سره کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !