واک ته له رسېدو وروسته پاکستان د اشرف غني لومړي سفر او پر ډیورنډ معامله

عبدالله افغان

محمد اشرف غني د ۱۳۹۳ل کال د لړم پر ۲۲مه په دوه ورځني سفر پاکستان ته لاړ، هلته يېپه راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ له مرکزي قومندانۍ څخه لیدنه وکړه، د پاکستاني وژل شویو پوځیانو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ کېښودېاو د هغوی ارواوو ته يې له پوځي مشرانو سره په ګډه د دعا لاسونه لپه کړل.

واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته دا د اشرف غني لومړی سفر وو.

اشرف غني ګومان کولو چې وبه کولای شي د پاکستان د فشار له لارې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرو ته اړباسي. هغه وخت غني په کابل کې پاکستاني چارواکیو ته ویلي و چې د عملي ګامونو په هیله پاکستان ته سفر کوي.

پاکستان ته د اشرف غني د لومړي سفر پر مهال د پاکستان د «دې نیوز ټرایب» انلاین رسنۍ په یو راپور کې لیکلي وو چې: ولسمشر غني د نظامي مرکز د لیدنې پر مهال له لوړپوړو نظامي مشرانو سره د افغانستان و پاکستان د ګډې پولې د امنیت په باب خبرې وکړې. دې رسنۍ د غني له قوله لیکي وو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې د پاکستان رول وستایه او د افغانستان له اړخه یې د پراخ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ۱۳۹۷ ل کال د دلوې پر ۱۲ مه انډیپینډنټ امریکايي ورځپاڼې د محمد اشرف غني د واک په لومړیو کې د پاکستاني پوځ مرکز ته د هغه د سفر په اړه له یوه مهم راز پرده پورته کړه.  ورځپاڼېلیکلی وو؛ اشرف غني انګېرل چې دا مرکز به پر طالبانو د نفوذ په برخه کې رول ولري او د ده سفر سره له دې چې له اصولو سرغړاوی و، خو ده ته یوه هیله ښکارېده.

انډیپینډنټ لیکلي وو:اشرف غني د ای ایس ای په امر له پوځ او ملي امنیت ادارو څخه یو شمېر کسان لرې کړل، خو بیا هم په امنیتي وضعیت کې کوم مثبت بدلون را نه غی.

پاکستاني رسنیو په وار وار  ویلي چې، کابل له اسلام اباد سره د ډېورنډ کرښه پر رسمیت پېژندلې، ځکه د اغزن تار پر غځېدلو چوپه خوله دي.

پر دې سربېره د افغان حکومت ځینو پخوانیو او اوسنیو لوړ پوړو چارواکو هم څو ځله ویلي چې ډیورنډ کرښه د اشرف غني لخوا په پاکستان پلورل شوې.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د ګډ حکومت اوسني مشر محمد اشرف غني له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې تل افغانستان ددې هیواد په وړاندې سرټیټی کړی او د ډیورنډ په فرضي کرښه باندې یې له پاکستان سره پټه معامله کړې.

نبیل چې د ۱۳۹۷ ل کال د جوزا په ۱۱ مه یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل؛ دا چې له دوو کالو راهیسې د ډیورنډ په کرښه باندې تار غځول کېږي او حکومت یې په وړاندې خاموش دی ښيي چې، حکومت د ډیورنډ کرښه د پاکستان له حکومت سره معامله کړې.  نبیل زیاته کړه ؛ که چېرې رښتیا هم دا کرښه له پاکستان سره معامله شوې نه وای حکومت باید د پاکستان د اغزن سیم په وړاندې درېدلې وای.

تررحمت الله نبیل وړاندې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم اعتراف کړی وو چې د ولسمشر غني په امر یې د ډیورنډ کرښې قرارداد لاسلیک کړی.

په اتمر سربېره، په پارلماني چارو کې د حکومت اوسني وزیر «فاروق وردګ» د حکومت د پیل په لومړیو کې ادعا وکړه چې ډيورنډ پلورل شوی او دی د هغو کسانو نومونه او شواهد له ځانه سره لري چې ددې معاملې پیسې یې ترلاسه کړې.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !