روان کال به د غنمو محصولات ۴۲ سلنه زیات شي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، وړاندوینه یې ښيي چې د تېر کال په پرتله به روان کال د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه وزارت شمېرې او سروې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په همکارۍ شوې ښيي چې روان کال به د غنمو محصولات ۴۲ سلنه زیات شي.

د کرنې وزارت ویاند زیاتوي، روان کال د غنمو په محصولاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی به د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت غنمو د وارداتو مخه ونیسي.

د رستمي په وینا، روان کال کرنیزې ځمکې، اوبه او للمې سیمې هم زیاتې شوي او همدارنګه د هېواد د غنمو ټولیز تولیدات څه باندې ۵.۱ میلیون افغانۍ تخمین شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱.۵۲ میلیونه ټنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان د لازمو بارانونو اورېدل، پر خپل وخت د کوډ او اصلاح شویو تخمونو وېشل، د زرګونه هکټاره نوې ځمکې خړوبول، د کښت سیمو پراخېدل، د لیزرلېول دستګاوو وېش او د دغه وزارت له لوري کروندګرو ته د وړیا ټراکټورونو او روزنې ورکول، د غنمو د محصولاتو زیاتېدو اصلي لاملونه بولي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !