فراه: یوه بزګر ټولې هندوانې په عمومي سړګ د موټر ټایرونو ته غورځولې

په فراه ولایت کې یو بزګر د بشپړ کال هڅو او زیار په پایله کې راټولې کړې هندوانې په عمومي لاره د موټر ټایرونو ته غورځولې.

نوموړي دا پریکړه وروسته له هغه وکړه کله چې ونه توانېد، د هندوانو کیلو حتی په یوه افغانۍ وپلوري.

دا یوازې د فراه کروندګر نه دي چې د ټول کار زیار په پایله کې لاسته راوړی فصل یې تر سترګو لاندې ورستېږي او بازار ورته موندلای نشي، د افغانستان ګڼ شمېر زراعتي ولایتونه له دې ستونزې سره مخ دي.

ګډ حکومت که څه هم په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو پرانستنې ته کار ویلی خو؛ د افغان بزګرانو هیڅ درد ورسره دوا شوی نه دی.

د افغان کروندګرو په هڅو لاسته راغلی فصل داسې مهال د هغوی مخکې له کاره لوېږي چې، بازار ته په ستره پیمانه بهرني مواد را الېږل کېږي او ښه بیه هم لري خو د خپل وطن د غوره کیفیت لرونکو موادو پرده هم څوک نه پورته کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !