د ۲۰ ولایتونو ترمنځ لوبې پکتیا، کندهار او کندز کې پیل شوې

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اووریزې لوبې تېره ورځ په پکتیا، کندهار او کندز ولایتونو کې پیل شوي دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دغه لوبې به ۱۳ ورځې دوام وکړي: "تېره ورځ د کرکټ لوبې په‌دې لړۍ کې هلمند لوبډلې نیمروز لوبډلې ته د ۸۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه، دغه لړۍ به ۱۳ ورځې دوام وکړي."

نوموړي وویل، د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !