غني خپلو پلویانو سپک کړ

محمد رحیم سکندر

تر دې وړاندئ پخوانی ولسمشر غني په هېڅ سفر کې دومره کمزوری او شرمینده نۀ و بلل شوی.

زۀ ګورم نن زیاتره غني پلوي هم مسلسل لیکل کوي چې غني دې اول خپل هېواد لۀ اقتصادي بحرانه وژغوري او بیا دې پاکستان ته د دوستۍ په جامه کې اقتصادي طرحې وړاندې کوي.

یوۀ خو لا لیکلي وو چې عام ولس خو څۀ چې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ مجبورې دي نا مشروع اړیکې وپالي او د ګدایۍ په اړه خو یې معتبرو رسنیو کې ژوندي راپورونه نشر شول.

دا اوس هم ښار کې اکثره سوالګرې او ماشومان د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړي دي.

دا ډېره د شرم خبره ده چې په ژوندوني سرتېری په سنګر کې وږي وي او لۀ مرګ وروسته یې کورنۍ د عزت په لیلام سره ډوډۍ پیدا کوي.

خو خیاټ چې سوړ ایرکنډېشن ته خور وور غځېدلی او د مشر لۀ معاملو فیصدي ورته رسېږي، کله هم په دې حلال(!) رزق کې ګوتې نۀ وهي او درګرده برباد هېواد اباد بولي.

دې وروستیو کې د پاکستان خلاف د افغانانو ذهنیت تیار جوړ شوی و، خو د غني اوسني سفر بېرته خیاټان دوه‌ډزي کړل، هم غني په خپلو پلویانو ریشخند پیل کړی او منتقدینو ته یې رسوا کړل او هم خپلو پلویانو غني ټیټ معرفي کړ.

خیاټان پر کونړ د پاکستان توغنديو اورښت او پر اغزن تار د پاکستان خلاف د ځاځیو او تڼیو مرچلونه او مرګ ژوبلې نۀ ویني او بل پلو غني بیا نن د پاکستان صادقانه ملګرتیا ستایلې ده.

ما کله هم غني او ټیم یې دومره بد حالت کې نۀ ول لېدلي.

دا خبرې زما نۀ دي دا د غني د هغو پلویانو دي چې د غني په ستاینه کې افراط نۀ کوي، ما راتولې کړې دي.

سړی خوښ شي چې مخالفو فعالینو کې هم ډېر ځیرک او با جراته کسان شته.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !