که معده مو سوزي نو شیدی وڅښئ

یوه پخوانۍ کورنۍ نسخه چې خلک وايي، کله مو تروش او مساله لرونکي خواړه خوړلي وي نو بیا مو سینه او معده سوزي نو وايي شیدی څښل يې اراموي خو اوس ساینس دا خبره په ثبوت رسولي هغه څنګه؟ دلته يې لوستلی شئ.

پیروي لرونکی شیدي یا بغیر پیروي دا دواړه د مرچ لرونکو مسالو او نورو عواملو له امله د معدې او سینې سوزیدنه کموي خو نور ټول یخ او ګرم مشروبات دا نشي کولائ چې د معدې سوزیدنه کمه کړي.

د پنسلوانیا اسټیټ پوهنتون يو وړه څیړنه کړي په ۷۲ تنو.

لومړی دغو کسانو ته مرچ لرونکي څښاک ورکړ بیا دغو کسانو ته قسماقسم څښاک ورکړل لکه اوبه، د الکولو پاک بیر، کاربونیټ لرونکي اوبه، کاکوکولا او په اخر کې شیدې ورکړي چې ټولو د شیدو سره د معدې نه سوزیدنی احساس وکړ.

په مرچو کې يو مرکب شتون لري چې کیپسیسن نومیږي کیپسیسن د معدې او خولې سوزول پیدا کوي، چې په شیدو کې یو رقم خاص پروټین موجود دي چې دا بیا دا سوخت او سوزونه کموي.

پوهان وايي، چې الکول لرونکي څښاک او بئیر مطلب شراب د معدې سوزیدنه نه کموي بلکې نوره هم زیاتوي همدا رقم سوډا لرونکي مشروبات هم د معدې سوزیدنه کې مفید نه دي لنډه دا چې هر رقم مرچو کې کیپسیسن موجود دي او د دې علاج په شیدو سره کیږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !