د افغان کرکټ بورډ یو شمیر چارواکو دندې وځنډول شوې

د افغانستان کرکټ بورډ کلنۍ عمومي ناسته ترسره کړه چې په کې د یو شمیر چارواکو دندې وځنډول شوې.  دا ناسته د چنګاښ په پنخلسمه نېټه د بورډ د ټولو غړیو عزیزالله فضلي، محمد جواد پیکار، شکرالله عاطف مشعل، ګلالۍ نور صافۍ، فریدون الهام، ضیاالحق امرخېل او عبدالرحمان الکوزي په ګډون ترسره شوه.  کرکټ بورډ ویلي په دې ناسته کې ددې بورډ د اجرائیه ریاست سرپرست رئیس (CEO)، د هغه وخت د غوراوي کمېټې مشر او د ملې لوبډلې منېجر دندې وخنډول شوې او د موضوع ارزونې لپاره د بورډ د غړیو ضیاالحق امرخېل، فریدون الهام او شکرالله عاطف مشعل په ګډون یوې کمېټې دنده واخیسته چې تر دوو اونیو پورې د یادې مسالې په اړه خپلې ارزونې بشپړې او خپلې موندنې د بورډ راتلونکي غونډې سره شریکې کړي.

د افغان کرکټ بورډ اجرایه ریاست بست اعلان ته څه وخت وړاندې ورکول شوی و چې دې ناستته کې یې دا موده هم تر راتلونکې دوشنبې وغځیده، خلک کولی شي چې اپلی ورته وکړي.

د بورډ غړو ویلي چې د جولای تر څوارلسمې به یو وړ کس یاد بست ته پيدا کړي.

ویل کیږي افغان کرکټ بورډ کې ګڼو لاسوهنو په ملي لوبډله تاثیر غورځولی او د تیر په څیر نه ځلیږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !