‏ شيخ محمد الصقعبي له یوولس کاله بند وروسته د سعودي له زندانه ازاد شو

د سعودي مشهور ديني عالم او دعوتګر شيخ محمد الصقعبي له یوولس کاله انفرادي بند وروسته په داسې حال کې ازاد شو، چې عمر يې نوي کلونو ته رسېدلی او په ګڼو ناروغيو اخته دی.  نوموړی يوولس کاله وړاندې د سعودي حکومت له لوري په دېرش کاله بند محکوم شوی و.  د شيخ محمد الصقعبي زوی د خپل پلار هغه انځور خپور کړی، چې پلار يې پر کرسۍ ناست دی او داسې ښکاري، چې له حرکته لوېدلی دی.

د بنديانو د چارو څارونکو فعالانو څو اونۍ وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د شيخ قصعبي روغتيايي حالت ترينګلی دی او که له زندانه خوشې نه شي، ښايي د نوي کالو په عمر په زندان کې وفات شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې سعودي چارواکو سلګونه ديني علماء بنديان کړي، خو له ۲۰۱۷ کال راهيسې د علماوو د نيولو لړۍ تونده شوې ده او يو شمېر علماء د شکنجو او سختو تعذيبونو له امله په زندان کې وفات شوي دي.

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، چې سخت دريځۍ سره د مقابلې په موخه يې زرګونه علماء او د جوماتونو امامان نيولي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !