ننګرهار کې دوه قاضیان د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی

د ننګرهار چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند زړې څارونوالۍ سیمه کې د استناف محکمې دوه قاضیان چې دندې ته روان وه؛ د نامعلومه وسله والو له لوري پرې ډزې شوي او دواړه وژل شوی دي.
ویل شوي چې په وژل شویو کې یو د استناف محکمې د خارجه دېوان مدیر او بل یې د استناف محکمې اداري مدیر وو.  د مسولینو په وینا د دغې پېښې عاملین په تېښته بریالي شوي دي.
د پېښې مسولیت چا برغاړه نه دی اخیستی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !