واشنګټن پوسټ: طالبان د سولې په خبرو کې د فشار له لارې لا ډېر امتیاز غواړي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان سولې د روانو فعالیتونو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د جګړو ختمولو او سولې راوستلو ته تر دې دمه اوږده او پېچلې لار پاتې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي تر هغه چې د جګړې د ختمولو لپاره نهايي هوکړه رامنځ ته نه شي، نو جګړې به همداسې خونړۍ وي، ځکه طالبان غواړي د سولې په خبرو کې فشار راولي او لا ډېر امتیاز واخلي. واشنګټن پوسټ د مذاکراتو روانه، مبهمه او بېچلې لړۍ خطرناکه بولي او ژر تر ژره د پایلو پر ښکاره کېدو ټینګار کوي.

 د سرچینې په خبره لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، چې هره ورځ پکې سرتېرو او ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي. په مطلب کې راځي چې په همدې څو ورځو کې د ښوونځیو ماشومان او نور ملکیان د طالبانو په برید کې ووژل شول.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !