افغان ځواکونو په فراه کې ایرانی عسکر او افسر نیولي دي

د فراه ولایت چارواکي وايي دغه دوه نظامیان په غیر قانوني توګه افغان خاورې ته اوښتي وو او د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د سرچینې په خبره په دې اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي چې معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي. دا چې دغه کسان ولې په غیر قانوني توګه افغان خاورې ته را اوښتي دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. ایراني حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !