حامد کرزی د حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو په ژر پيليدو ټینګار کړی

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي او ژر تر ژره یې د دې مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کړی دی. کرزي چې په چین کې یې د نړیوالې سولې اتم کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ روانو خبرو کې پرمختګونه شوي دي او په خبره یې دا پروسه باید په پوره شفافیت پر مخ لاړه شي. کرزي په دوحه کې ترسره شوې بین الافغاني ناستې ته په اشارې دا خبرې رغوونکي بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې هر څومره ژر کېدای شي باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي. کرزي وویل، دا چې اوس امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې ده نو افغانان باید دا فرصت مساعد کړي څو طالبان هم د هېواد په راتلونکي سیاسي نظام کې د ګډون حق تر لاسه کړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !