پاکستان: دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۱۰۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان په پنجاب ایالت کې دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان شوي دي.

جیو نیوز د راپور پر اساس په رحیم یار خان ولسوالۍ کې دوه ریل ګاډي او په اټک ولسوالۍ کې موټر چپه شوې چې له کبله یې تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پولیسو ویلي چې لومړنۍ ترافیکي پېښه د رحیم یار خان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې مسافر وړونکي ریل ګاډي د مال وړونکي ریل ګاډي سره چې په اډه کې ولاړ و ټکر شو.  مسوولین وايي چې پېښه د انساني غفلت له کبله رامنځته شوې او په دې اړه به نورې څېړنې هم کوي.  همدا راز په یوه بله ترافیکي پېښه کې چې د پنجاب ایالت په اټک ښار کې رامنځته شوې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د جیونیوز د راپور پر اساس یو بس د اټک سیمې ته څېرمه د تېز چلونې له کبله چپه شوی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !