د عمران خان او ټرمپ د لیدنې نېټه مشخصه شوه

د عمران خان او ټرمپ د لیدنې نېټه مشخصه شوه. سپینه ماڼۍ وایي ټرمپ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د روانې میاشتې په ۲۲مه وګوري.  سپينې ماڼۍ په يوه لنډه اعلاميه کې امریکا ته د عمران خان د سفر پخلی کړی او زياتوي، چې ولسمشر ټرمپ به د جولايي په ۲۲مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته هرکلی ووايي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ ويلي و، عمران خان به د جولايي په ۲۲مه سپينې ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو له څرګندونو ناخبري ښوولې.  د سپينې ماڼۍ په نننۍ اعلاميه کې راغلي، د ټرمپ او عمران خان په ليدنه کې به د دواړو هېوادونو د اړيکو په غښتلتيا ټينګار وشي او ورسره به د سيمې امنيت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وشي.

امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه ګڼې ګنګوسې روانې وې او څوک نه پوهېدل، چې دا سفر به يې په شخصي توګه وي او که رسمي بڼه به ولري.

دغه ګنګوسې او ابهام نور هم هغه مهال زيات شو، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ناخبري وښوده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !