د تصوف تر جالب نامه لاندې خرافي افكار او شرك لړلي عقايد

عبدالله 

ښايي هيڅ مؤمن او حساس داعي به له موږ سره په دې كي اختلاف ونه لري چي د تصوف نوم او سلسله د اسلامي امت د تاريخ په يوه خاص پړاو كي او په دې نيت رامنځته شوې چي د مسلمانانو تعلق له الله تعالى سره مضبوط كړي او معنوياتو ته د دوى توجه راواړوي، خو له يوې خوا د غرض خاوندانو په هغه كي ناوړه تصرفات كړي او له بلي خوا جهل او ناپوهي د دې باعث شوې چي د تصوف تر جالب نامه لاندي ډېر خرافي افكار او شرك لړلي عقايد په اسلامي امت كي په عامه توگه او په افغانانو كي په خاصه توگه خواره شوي، دا افكار نه يوازي دا چي له قرآن او حديث سره په بشپړه توگه مغايرت لري، بلكي له يوې خوا ئې په امت كي اختلافات راولاړ كړي او له بلي خوا خلك له اصلي لاري منحرفوي، له ژوند او د ژوند له اړوند قضاياوو ئې پام بل لوري ته اړوي، رهبانيت ته ئې بلي، د خلكو توجه له خالق نه مخلوق ته اړوي، له ژوندي خداى نه مړي انسان ته، د عرش له مالك نه قبرونو او قصرونو ته، له جومات نه زيارت ته، د قرآن له تلاوت نه ساز، سرود، قوالي او نعت ته، له جهاد نه رهبانيت ته او له سنگر نه د خانقا كونج ته، د اسلامي نظام د پلي كولو په لار كي له دعوت او جهاد نه ئې لاس اخيستو ته هڅوي، خلكو ته وايي كه د مرشد لمن ونيسې نو هغه مقام ته رسېدى شې چي مجاهدين ئې په جهادونو او شهيدان ئې په شهادتونو نشي ترلاسه كولى، هغوى ته وايي: مرشد په غيب پوهېږي، هغه د بنده او الله تعالى تر منځ وسيله او واسطه دئ، خداى يوازي د دوى له لاري دعاگاني قبلوي او حاجتونه ترسره كوي!!! دا په داسي حال كي چي قرآن په پرېكنده او صريح الفاظو او په مكرره توگه فرمايي: عبادت به مو يوازي الله تعالى ته وي او استعانت به مو يوازي له الله تعالى نه، له الله تعالى پرته به نه د بل څه او بل چا عبادت كوئ او نه به بل چا ته د دعاء لاسونه اوچتوئ، له الله تعالى نه پرته نه په آسمانونو كي څوك په غيب پوهېږي او نه په زمكي كي، ستاسو رب تاسو ته د غاړي تر رگ هم ډېر درنږدې دئ، په هر ځاى كي درسره دئ، دعاگاني مو اوري، حاجتونه مو ترسره كوي او مشكلات مو حلوي، له هغه چا زيات راضي كېږي چي زياته دعاء ورته كوي او له هغه چا ناراضه كېږي چي د ده په ځاى بل چا ته دعاء كوي، هغه څوك هيڅكله نه بخښي چي په (عبادت) او (دعاء) كي له الله تعالى سره بل څوك شريك كړي.

كه د دغو خرافي افكارو او شرك لړلو عقايدو جرړو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي ترشا ئې يا د خطرناكو او ځېركو دښمنانو لاس دئ، يا د ټگمارانو او يا د جاهلانو. دا نن نن غربي استعمار په دې اړه پراخي پانگوني كوي چي دغه افكار په مسلمانانو كي خواره شي، دا تصادفي خبره مه گڼئ چي ملگرو ملتونو ولي د غربي هېوادو په وينا يو كال د مولانا جلال الدين رومي په نامه ياد كړ!! ولي په بي بي سي، امريكا غږ او نورو غربي رسنيو كي د مثنوي او د حافظ شيرازي د كليات لپاره پراخ تبليغات كېږي، دوى غواړي مسلمانان له هغه قرآن نه بل لوري ته مخه كړي چي د الله تعالى په لار كي په خپل سر او مال د جهاد بلنه وركوي، مسلمانانو ته امر كوي چي تر هغه له كفارو سره وجنگېږئ چي د الله دين پر ټولو اديانو غالب شي او د زمكي پر سر له الهي دين نه پرته بل دين او نظام نه وي. دوى خو پر اسلامي نړۍ له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه حكومت كوي، سلطه او گټي ئې د هغه چا له لوري گواښل كېږي چي دا قرآن ئې لارښود وي، له هغه چا؛ نه يوازي وېره نه لري بلكي د ځان لپاره ئې ډېر گټور گڼي چي د مسلمانانو ذهن او فكر تخدير كړي، د دوى په ضد ئې مقاومت او جهاد ته ونه هڅوي، په ذكر، تسبيح، اوراد او اذكارو ئې مصروف وساتي او حتى ورته ووايي: (غوث، قطب او ابدالو) د دوى د راتلو او پر مسلمانانو د مسلط كېدو پرېكړه كړې، هغه مهال به وځي چي دوى ئې د بېرته وتلو فيصله وكړي، ستا جهاد، مقاومت او قربانۍ هيڅ گټه نه لري او له دې لاري هيڅكله خپلو موخو ته نشې رسېدى!!  

دښمنان غواړي له اسلام نه يو داسي كركجن انځور وړاندي كړي چي هر چا ته د خندا وړ وي، هر ليدونكى له اسلام نه بې زاره كړي، هغه يو خرافي او مسخره دين معرفي كړي، دوى د شيعه وو د عزاداري مراسم او په زنځيرونو ځان وهل، د بري امام او داتا گنج بخش په زيارتونو كي د چرسي ملنگانو وجد او مستي ډېر خوښوي او په اروپا او امريكا كي ئې نندارې ته ږدي.

ځيني خلك تصوف ته په داسي سترگه گوري چي گواكي دا له الله تعالى سره د انسان د تعلق ټينگولو يوه ذريعه ده، دوى ته بايد ووايو: پيغمبر عليه السلام موږ ته ټولي هغه لاري، چاري او طريقې راښودلې دي چي د بنده تعلق له خپل رب سره ټينگوي، هغه فرمايي چي الله تعالى ته د نږدې كېدو تر ټولو ډاډمنه، نږدې او صحيح لار د فرايضو سرته رسول دي، يعني په لمانځه، روژې، زكات، حج او جهاد سره كولى شئ خپل رب ته ورنږدې شئ او د هغه تقرب مو په برخه شي، آيا دا كافي نه دي؟ شريعت خو موږ ته اجازه نه راكوي چي څه پر دين زيات يا ترې راكم كړو، د اهل كتابو په اړه د يوه بحث په ترڅ كي موږ ته لارښوونه كوي چي هغوى له خپله ځانه رهبانيت رامنځته كړ، الله تعالى نه وو پرې لازم كړى، خو بيا ئې مراعات نه كړ!! دا لارښوونه كافي ده چي هر مؤمن انسان په دين كي له ځانه طريقې جوړي نه كړي، حتى كه په ښه نيت هم وي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !