بي بي سي په حکومت کې د اخلاقي فساد څخه پرده پورته کړه

بي بي سي په حکومت کې د شته اخلاقي فساد په اړه اوږد راپور خپور کړی دی.  که څه هم ارګ دغه راپورنه رد کړي خو بي بي سي د جنسي ځورونې ښکار شوې ښځو څخه اوریدلي چې د وظیفو لپاره له کومو ستونزو تېرې شوي دي.  بي بي سي د حکومت یوې پخوانۍ کارمندې سره چې په یوه وزارت کې یې کار کړی دی مرکه کړې. هغې د نوم نه ښودلو په شرط خپله کیسه  کړې ده.

نوموړې ويلي چې د اشرف غني د حکومت یو مهم مشر وزیر په کراتو مراتو هغه جنسي ځورولې ده او یوه ورځ يې په خپل دفتر کې کوښښ وکړ چې لاس ور وړي. دا وايي: هغه (وزیر) رانه مستقیما د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه،  ما ورته وویل ما زده کړې کړي او تجربه کاره یم، ما هېڅکله داسې فکر نه کولو چې تاسو به ماته داسې څه ووايئ، زه له ځایه جګه شوم څو له دفتره ووځم. هغه [وزیر] زما لاس ونیو او د دفتر شاته کوټې ته يې ننویستم، هغه زه کوټې ته ننباسلم او راته یې ویل چې اندېښنه مه کوه، راځه محض د څو دقیقو خبره ده، ما هغه ټيل وهلو او ورته مې وویل چې بس، ما مه مجبوروه چې چېغې ووهم، دا اخري ځل و چې ما هغه ولید، زه ډيره غوسه او خفه وم.”

بي بي سي له یادې کارمندې پوښتلي چې پولیسو ته يې د پېښې په اړه شکایت کړی؟

هغې ویلي: «نه، ما استعفا ورکړه، زه په حکومت هيڅ باور نه لرم، که تاسو محکمې یا پولیسو ته ورشئ هلته به وګورئ چې هغوی څومره فاسد دي، داسې مصوون ځای تاسو نشئ پیدا کولای چې ورشئ او شکایت وکړئ، که خبره کوئ هر یو ښځه ملامتوي.

یادې کارمندې بي بي سي ته د دوه نورو ښځینه کارمندانو کیسې هم کړي چې د وزیر له خوا پرې په زور جنسي تیری شوې دی.

هغې ویلي چې، یاد وزیر  پرته له کوم ډاره دا هر څه په سپین سترګۍ سره کوي، او هغه وزیر په حکومت کې یو بانفوذه کس دی.

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره یو له بدترینو هیوادونو څخه دی. په دغسې حالاتو کې د جنسي ځورونو په اړه خبرې کوم اسانه کار نه دی.  له همدې کبله شپږو ښځو چې بي بي سي ورسره مرکه کړې د نوم ښودلو او د دوی د کیسو خپرولو څخه ډاریدلې. خو د بي بي سي څېړنو ښودلې چې جنسي ځورونې د ګډحکومت یوه وزارت یوه فرد پورې محدود نه دي، بلکې هره اداره او هر وزارت کې دغه ستونزې شته دی.

بي بي سي ته یوې بلې ښځې چې په حکومت کې د وظیفې لپاره یې غوښتنلیک ورکړی و خپل کیسه کړې ده.

هغې د وظیفې لپاره ټول شرایط پوره کړي وو او بیا ترې وغوښتل شول چې د اشرف غني یو نیږدې مشاور سره وګوري.

هغې ویلي: دا سړی  له ولمسشر سره په عکسونو کې ښکاري، هغه له ما وغوښتل چې شخصي دفتر ته یې ورشم. هغه ویل راشه او کینه، زه دې اسناد تاییدوم. هغه ماته رانېږدې شو او بیا یې ویل راځه چې یو څه وڅښو او سکس وکړو.ما دوې لارې لرلې، لومړی دا چې د دده غوښتنه قبوله کړم یا یې رد کړم،  که ما یې غوښتنه قبوله کړی وی بیا هم دا خبره پر ده نه بس کیدله، نورو ډیرو نارینه‌و به هم له ما د جنسي اړیکو غوښتنه کوله. دا ډیره ټکان ورکوونکې وه. زه وډاره شوم او دفتر مې پرېښود.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !