روسیې د بین الافغاني غونډو دوام د سولې لپاره مهم ګام بللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د بین الافغاني غونډې هر کلی کړی دی او وایي دا د مسکو د غونډې دوام دی. ددغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي دوی هیله لري چې د افغانستان ستونزه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړل شي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. د نوموړې په خبره د دوحې بین الافغاني غونډه او ددې غونډې دوام په افغان سوله کې خورا مهم او ګټور ګام دی او دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !