تاجکستان او چین د افغانستان سرحد ته نیږدي تمرینونه کوي

د تاجکستان د دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان پولې ته نیږدې له چین سره په ګډه پوځي تمرینات ترسره کوي.  ددې هیواد د دفاع وزارت د وزیر دفتر رییس ویلي چې دا تمرینات ددې میاشتې په پای کې ترسره کیږي.

د تمرینانو موخه په سرحدونو کې د تروریزم پر وړاندې د تاجکستان او چین همغږه مبارزه ښودل شوې.  په دې نظامي مانور کې هوايي او ځمکني ځواکونه ګډون کوي.

شا او خوا څلور کاله وړاندې هم چین او تاجکستان په ګډه دا ډول تمرینات کړي ول چې په هغو تمریناتو کې لس زره تاجکي او چیني ځواکونو ګډون درلود.

د تاجکستان چارواکو ویلي چې په دغه تمریناتو کې د افغانستان له پولې تاجکستان او چین ته د تروریستانو احتمالي خطر له منځه وړلو په موخه مانور کیږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !