افغان اقتصادي پلاوی پاکستان ته سفر کړی

د افغانستان مالیې وزارت پاکستان ته د یوه لوړپوړي افغان اقتصادي پلاوي د سفر خبر ورکوي.  د وزارت د خبرپاڼې له مخې د پلاوي مشري د دغه وزارت د ګمرکونو عمومي ریس احمد رشاد پوپل کوي.  سرچینه وایي پلاوي په پاکستان کې له مختلفو اقتصادي او سوداګریزو چارواکو سره ګډې کاري غونډې کړي.

ویل شوي، چې دوه اړخیز اقتصادي او سوداګریز مسایل او ستونزو ته حل لار موندنه د سفر عمده موخه وه.

په وروستیو کې ولسمشر غني هم پاکستان ته تلی و او د سفر پر مهال یې د اقتصادي او سوداګریزو ستونزو پر حل له پاکستاني چارواکو سره خبرې او هوکړې کړې وې.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !