د پاکستان فضا د بندیدو له کبله افغانستان ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ترانزیتي پروازونو پر مخ د پاکستان هوايي حریم د بندیدو له کبله ورته په تېرو  څلور نیم میاشتو کې ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی.

د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمدقاسم وفايي زاده نن شنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان د فضا ختیځ لوری د افغانستان د ترانزیتي پروازونو په شمول د ټولو پروازونو پر وړاندې بند دی او تر دې دمه نه دی خلاص شوی.  هغه وویل چې د فرورۍ د میاشتې د ۲۸مې راهیسې دغه بندیز روان دی چې له کبله یې افغان اتباع اوس مجبور دي د دوه ساعتونو لاره په شپږ ساعتونو کې طی کړي. هغه همدا راز د بدیلو لارو د ایجاد په اړه هم خبر ورکړ او په وینا يې چې دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې څو په اینده کې نورې ستونزې پېښې نشي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پاکستان د فضا د بندیدو له کبله پر افغانستان تیریدونکي ترانزیتي پروازونه هم کم شوي چې له کبله یې افغانستان ته هم مالي زیان رسیدلی دی.

که څه هم افغانستان هند ته د تګ راتګ لپاره د ایران له لارې پروازونه پیل کړل خو دغه لاره نه یواځې دا چې اوږده ده بلکې مصارف یې هم زیات دي.

پاکستاني چارواکو  د افغان لوري سره په لیدنو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان پر مخ به خپله فضا خلاصه کړي خو تر دې دمه يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

پاکستان پرون د هند د غوښتنې سربېره د پنځم ځل لپاره د فضا د بندیدو تاریخ د جولايي د میاشتې تر ۲۶ پورې تمدید کړ. پاکستان وايي تر هغه به خپل هوايي حریم خلاص نه کړي تر څو هند د دې ژمنه وکړي چې نور به تشدید نه کوي او خپل جنګي الوتکې به چې پاکستان سرحدونو سره نېږدې ځای پر ځای شوي بېرته شاته بوځي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !