انګلنډ د کرکټ نړیوال جام سياليو اتل شو

پرون د یکشنبه د جولای په څوارلسمه د انګلنډ او نيوزيلېنډ تر منځ د کرکټ نړيوال جام پايلوبه ترسره شوه.

د لوبې پچه نيوزيلېنډ وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه چې په خپلو پنځوس اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځيدو انګلنډ ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

انګلنډ په خپله توپ وهنه کې د پنځوسم اور په وروستي توپ منډې مساوي کړې او لوبه سوپر اور ته ولاړه.  په سوپر اور کې انګلنډ پنځلس منډې وکړې او نيوزيلنډ هم پنځلس منډې پوره کړې چې بيا دواړه مساوي شول.

خو د کرکټ د قانون له مخې، انګلنډ ته ځکه د دغه جام اتلولي ورکول شول چې په خپله توپ وهنه کې يې تر نيوزيلنډ زياتې څلوريزې او شپږيزې وهلې وې.  دواړه لوبډلې په لومړي ځل د نړيوال جام پايلوبې ته وتلې وې.

نړيوال جام کې لس هيوادونو ګډون درلود چې افغانستان پکې په خپلو نهه لوبو کې یوه يې هم ونه ګټله.  راتلونکی نړيوال جام به د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ مياشت کې ترسره کيږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !