د نیجریا په سواحلو د ترکیې پر یوې کیښتۍ برید شوی

د نیجریا په سواحلو د ترکیې پر یوې کیښتۍ برید شوی چې ۱۰ ته عمله یې نیول شوي دي.

د سپوتنیک خبري اژانس وايي، د ترکیې تر بیرغ لاندې یوې کښتۍ چې د نیجریا په سواحلو یې کار کاوه، تر حملې لاندې راغلې او یو شمیر کسان یې یرغمل شوي دي.  دا کښتۍ چې د کامرون هیواد دوالا بندر ته روانه وه، د نیجریه په لویدیځ جنوب ۲۳۰ کیلومترۍ کې تر برید لاندې راغلې ده.

د وروستیو راپورونو پر اساس ددې کښتۍ له ۱۸ خدمه غړو، ۱۰ تنه یې د سمندري غلو له لورې وړل شوي.  بریدکوونکو د کښتۍ ارتباطي او نورو ټولو تجهیزاتو ته هم زیان رسولی دی.

یوه راپور کې ویل شوي چې د کښتۍ نیول شوي لس عمله د غلو په وسیله یې لاسونه او پښې تړل شوي او نیجریا ته وړل شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دوه وړل شوي کسان له غلو راخوشې کړل شوې او د نورو د راخلاصولو لپاره هڅې روانې دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !