اشرف غني د جنرال عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ

اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جنرال عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ.

عبدالغفار احمدزي د ولسمشرۍ ماڼۍ د خاص ساتونکي ځواک (PPS)يو لوړ پوړی چارواکی وو چې پرون په يو بمي بريد کې سخت ټپي شو او وروسته يې د سردار محمد داود خان روغتون کې ساه ورکړه .

وسله والو طالبانو د جنرال احمدزي د وژلو   مسؤلیت منلي. ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار يې د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې د عبدالغفار احمدزي په موټر قوي انفجار کړی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !