پاکستان: امنیتي ځواکونو د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید نیولی

د جماعت الدعوه (پخوانۍ لشکرطیبه) مشر حافظ سعید نن چهارشنبه د لاهور – ګوجرانواله پر لویه لاره امنیتي ځواکونو نیولی دی.  د جماعت الدعوه ویاند رویټرز ته ویلي چې هغه د ترهګرۍ ضد ځواکونو له خوا د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله نیول شوی دی.

پاکستان د جولايي په ۳مه د جماعت الدعوه ۱۳ مشرانو باندې بندیز ولګولو او د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ په قضیو کې ونیول شول.

د ترهګرۍ ضد ځواکونو سرچېنو جیونیوز ته ویلي چې حافظ سعید يې نیولی او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړی چې وروسته به د ده د نیولو په اړه په رسمي ډول رسنیو ته خبر ورکړل شي.

ویل کیږي چې نوموړی د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ د جرمونو له کبله نیول شوی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !