د سیما ثمر اتلس کالنه دنده پای ته ورسېده

بشرحقونو کمیسیون رییسه سیما ثمر له دندې ګوښه شوې او د بشرحقونو په چارو کې د دولت وزیره ټاکل شوې ده.

سیما ثمر  پر ځای شهرزاد اکبر د بشرحقونو د کمیسیون رییسه ټاکل شوې ده.

تر دې وړاندې سیما ثمر  تر یوې نیمې لسیزې زیات (۱۸ کاله) د بشرحقونو د خپلواک کمیسیون ریاست پر غاړه درلوده.  هغه پر ژبني او قومي تعصب هم تورنه وه او داسې راپورونه يې هم په اړه ورکړل شوي وو چې په کمیسیون کې ۶۰ سلنه کارکوونکي د یوې ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

پر نوموړې دا تور هم و چې د بشرحقونو د نقض پر مهال انتخابي برخورد کاوه او ډیر مهال یې هغه راپورونه تحریفول چې د یو ځانګړي قوم د جنګسالارانو خلاف ول.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !