ټرمپ: زموږ فشار و، چې پاکستان حافظ سعید ونیو

ټرمپ وايي پاکستان د دوی د فشارونو له امله حافظ سعید نیولی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دوو کلونو پرله پسې فشار په ترڅ کې پاکستان دې ته تیار شو، چې حافظ سعید ونیسي. پاکستاني حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه ګوند مشر او همدا راز د لشکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید یې نیولی دی. په تېرو لسو کلونو کې امریکا او هند په ځلونو له پاکستان غوښتي وو، چې نوموړی ونیسي، ځکه په ګڼو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن دی. اوس ټرمپ ادعا کوي چې د امریکا له پر له پسې فشارونو وروسته پاکستان دې ته تیار شوی چې حافظ سعید ونیسي. حافظ سعید تر دې وړاندې په پاکستان کې ازاد ژوند درلود او د پاکستاني پوځ له لوري يې امنیت خوندي کېده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !