د بادغیس چارواکو د کمانډويي عسکرو د وژلو علت نه همغږي ښودلې ده

د بادغیس سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د سیمه‌ییز امنیتي مسوولینو سره د دفاع وزارت د نه همغږۍ له کبله په دغه ولایت کې ۲۰ کمانډويي عسکر وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي دي.  د بادغیس د لایتي شورا غړي فرید اخیزي ویلي چې کمانډويي ځواکونو په آبکمري ولسوالۍ کې عملیات وکړل چېرې چې د طالبانو ولسوال هم اوسیږي.

د اخیزي د معلوماتو پر اساس کمانډويي ځواکونه په میده ګل سیمه کې د چورلکې څخه کوز شول خو د طالبانو له خوا محاصره شول او وروسته اتلس کمانډویان و وژل شول، لس يې ژوندي طالبانو ونیول او لس نور یې ورک دي.

ویل کیږي چې دغه عملیات د طالبانو د ولسوال ملانوراقا حیدر د نیولو لپاره په آبکمري ولسوالۍ کې شوي وو.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي هم منلې چې د دغه ولایت امنیتي مسوولینو سره  ملي دفاع وزارت  په دغه عملیاتو کې همغږي نه وه کړې او له همدې کبله ۲۰ کمانډویان په دغه عملیاتو کې و وژل شول.

هغه د ۲۵ طالبانو د وژل کیدو ادعا هم کړې ده.

طالبانو هم په ابکمري ولسوال کې د ۴۰ کمانډويي ځواکونو چې د چاپې لپاره راغلي وو د وژنې او ۱۶ نورو د نیولو  خبر ورکړی و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !