امریکا سعودي عربستان ته ۵۰۰ نور سرتېري لېږي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ پرېکړه کړې چې له سعودي عربستان سره د اړیکو د لا پراختیا او په سیمه کې د ځينو ستونزو د مخنیوي په موخه به سعودي عربستان ته ۵۰۰ نور عسکر هم ولېږي. دغه سرتېري به پلازمینې ریاض ته نږدې په شاهزاده سلطان نومې پوځي اډه کې ځای پر ځای کېږي. امریکا داسې مهال سعودي عربستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کوي، چې همدا اوس یې هم ځينې عسکر د سعودي په ملاتړ د حوثي یاغیانو ضد جګړه کې ښکېل دي. بلخوا ایران بیا په سیمه کې د امریکايي عسکرو ځای پر ځای کول د ځان او سیمې لپاره خطر بولي او ددغه ډول اقداماتو د مخنیوي غوښتنه کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !