ټرمپ د قطر د توافقنامې نه په کامل بغاوت د خپلو عسکرو د وتلو اعلان وکړ

اسدالله حلیم

ټرمپ د قطر د پړاونو او توافقنامې څخه په کامل بغاوت او غیر مترقبه عاجل اقدام سره د قطر د نتیجې د اعلان نه مخکې د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو اعلان وکړ
داسې ښکاری چې د افغان د اوږدې جګړې او سیاسی کشالې د حل په موخه به د نړېوال او افغاني شمول توافق په نتیجه کې اوسني انتخابات لغوه اعلانیږی ، موقت حکومت به د ټولو اقشارو په خوښه د راتلونکي نظام د جوړولو او آینده شفافو او عادلانه ټاکونو په موخه جوړیږی 
بلآخره افغانان به خپلو کې سره پاتیږی، چې خپل سرنویشت خپله و ټاکي هغه به یا د بین الافغاني سولې تحقق یو بل زغمل او د آینده مستحکم واحد نظام په باب خپلمنځي بشپړ تفاهم وي، 
یابه نامالومه او بې هدفه اوږده جګړه ورک سرنویشت او دشته مرګوني ظالمانه د یو بل د وژلو لا یتناهی جریان او دوام.

هیله مو داده چې نور ټول طرفونه افغانان د سولی پر یو ټغر راجمع د تېر څخه په کامل عبرت خپل آینده ورغوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !