د افغانستان تیل یا توره طلا (ولې سوله؟؟)

څوک کولی شي چې داوطن د سیالانو سره سیال کړي؟؟

احمد نصیر

تیل یا توره طلا نن سبا د جهان ګرم او زبردسته بزنس ده، دا چې د تیلو اکثر صادرونکی خلیجي هیوادونه او روسیه ده خو دا نعمت کم و زیاد بعضی وړو هیوادونو ته هم الله عزوجل ورکړی .
له هغې جملې افغانستان هم ده چه الله عزوجل پر دغه نعمت نازولی، محققینو د افغانستان تیل ١.٨ ملیارده بوشکې اوګاز ٣ ملیارده متر مکعب اټکل کړی۔ الحمد لله
خو له دې نعمت څخه دلته افغانستان کښې ګټه اخیستل کیږي؟؟
هو که تاسو جوز جان ته سفر وکړی عام خلک لا دا توان لري چې څه نا څه استخراج کړي. 
د محمد ظاهر شاه په وخت کی د جرقدق لویه فابریکه د ګازو تاسیس شوې چې له مخې يې که ١٠% ګاز د مزار کود برق ته انتقال او هلته یوریا کود ترې تولیدې ده، خو له بلې مخې ٩٠ % ګاز نور د یوه پایپلین په واسطه شوروی ته انتقالېده او روسانو ترې استفاده کوله چې وخت سره به ثابته شي چه روسانو څومره ګټه ترې پورته کوله او کړې ۔ خو کله چه طالبانو جوزجان ونیولو دا جزیه يې روسانو باندې قطع کړه،چې زه د طالبانو بیا په طالبانوکښې د هغه وخت مسول ملا برادر اخند څخه منندوی یم چه د یاد پایپلین د قطع کیدو امر يې وکړ او دغې جزیه ته یې د پای ټکی کېښود.
د طالبانو د حاکمیت وخت کې د یوه پایپلین په واسطه ګاز د جرقدق له فابریکې تر مزاره هم راغی او خلکو پر کورو تقسیم شو چې د کرزی په وخت کې بیا بیرته خراب شو، د خرابی وجه يې هم د تیلو او د کرزی مفسد اداره او مافیا وه، ځکه دا کاروبار لا تر اوسه دلته د یوې مشخصې کړی له لوري په انحصار کې دیچې یادې کړی سره اوس ټغن غنی هم شریک بريښي او ويې نکړل چې دا بلاک مات کړي، له وخت او فرصت سره سم به دا کړی دانه دانه درته معرفی کړم .
محققین وایی چې افغانستان ورځ کې د ٣٠٠زره بوشکو دتولید توان لري، د ګازو په شمول د کاله د ٩ بیا تر لس ملیارده ډالر عواید به افغانان ترې لاسته راوړی شي،خبره داده چې ولې مونږ په دا اتلس کاله د اشغال کښې و نه توانیدو چې د ٤٧ هیوادنو په شتون کې لا مونږ خپل د ضرورت ترکچې یعنی د ١٢٠٠ملیونو ډالرو واریدېدونکو نفت و ګازو مخه ډب کړو ؟؟ 
دا ځکه چې دا اتلس کاله دلته د سړی زامن نه بلکې د سپی زامن مسلط وو او دوی به کله هم دیته توجه ونه کړي، دوی همداسی جیره خواره اموخته شوي چه د بل د کاسې ډوډی خوند ورکوي .
مونږ چې تر څو په الله اصلی ایمان لرونکي مشران و نه لرو،همداسې به دربه دره یو او دا د ذلت شپې اورځې به سبا کوو ۔ مونږ متعهد خلکو ته ضرورت لرو چې سره یوځای شي او دا وطن د خلکو سره سیال کړي او ددې لپاره سولې ته خورا اشد ضرورت ده چې الله عزوجل مو پرې ونازوي .
الهی د همداسې ورځې په طمع یم ته يې پر مونږ په ژوند کې ووینې ۔ امین 

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !