دسولې په باب یوه اړینه ماده چې تر اوسه ګونګه او مجهوله پاتې ده

اسدالله حلیم

د سولې په باب یوه اړینه او ټاکونکې حیاتي ماده او سوال چې تر اوسه یې هم وضاحت مجهول او ګونګ پاتي دی!

د اشغال د اختتام وروسته په افغانستان کې د پاېداری دوامداری سولی د تحقق او په آینده کې د بین الافغانی جنګ او هر ډول اختلاف د نه پېښېدولو د تضمین، تر ټولو اړین شرط د طالبانو پر انتخاباتو دباور اعتراف او ددې مهمي حیاتي قضیې حل منل او یکطرفه کول دي .

که احیاناً طالبان پر انتخاباتو باور و نه لری، افغانانو او نړېوالو ته ددې حیاتي اصل د قبول او منلو تضمین ورنه کړی افغانستان به حتما د یو نامالومې او بې پایانه جګړې په ډګر بدلیږی او شته خونړی حالت به نور هم تشدیديږی.

او که د آینده مستحکم ازاد خپلواک بشپړ اسلامي نظام د تحقق پردې اسلامي اصلي اصولې اساسی معیاری محور او د ټولو ذیدخلو لورو د وحدت پر همدې انخابا منونکې یوازنی نقطه عملا توافق وشي، نو د الله تعالی د نصرت او معیت حتمي شرط چې د اسلامي وحدت تحکیم دی پر ځاې به شي د مؤمنو مجاهدو ارمانونه به اعاده او تعمیل ، په ازاد او خپلواک افغانستان کې به د دې وطن د اصلي بچیانو د مجاهدینو د اهدافو د ریښتینو وارثانو په لاس به بشپړ اسلامي نظام تنفیذ شي.

ان شاء الله العزیز 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !