د هیواد سیاست د افواهاتو په غیږ کې (پر لپسې لسمه برخه)

لیکنه: استاد قریب الرحمن سعید

تر هر څه دمخه په ننۍ (چهارشنبنی) پيښه کي چي په هیواد کي د کندهار هرات په لویه لاره په یوه سرویس کی دبم د انقلاق له امله رامنځته شوی او د راپورونو له مخی په کی ۳۵ کسان شهیدان او ګڼ شمیرنور زیات زخمیان شوی او تر څنګ یی د امریکایی او دولتی ځانګړو ځواکونو د شپينی عملیاتو په پایلو کي د ننګرهار د شیرزادو په سیمه کي د دری کورونو د ړنګولو او د ۶ کسانو دشهادت په اړه دهغوی دکورنیو سره د زړه له کومی غمرازی څرګنده کړم
ما ته لمړنۍ پيښه اوپه یوه سرویس کی د ۳۵ کسانو په شهادت رسول د کویټي په بازار کي دتیری ورځی (سی شنبی) د بم ایښودنی او په پایلو کي یی هلته هم د څو مظلوموکسانو د وژلو بدله ښکاری او په دی اړه مو په مخکنیو بحثونو کي هم لږ څه رڼا اچولی وه او دا مو ویلی وو چي هره پيښه چي د کرښي نه اخوا غاړی ته پيښیږی بدله یی سمدلاسه د افغان مظلوم او دردیدلی ولس څخه اخیستل کیږي ، خو د امریکایی اودولتي ځواکونو دغه ډول وحشیانه عملیات د ولس په زړونو کي د ترور اووحشت پرته نور څه نه دي. بدبختانه چي ددولت مسؤلین هم په دغه ډول عملیاتو ځانونه نه خبروی او نه عکس العمل څرګندولی شي.
ترڅنګ یی په داسی حال کی چي په هیواد کي دسولی پروسه د خپلو حتمی پایلو په لور روانه ده او په نژدی وختو کي به د کابل او طالبانوګډ هیئتونه د اروپایی هیواد ناروی په پلازمیه (اوسلو) کي سره خبرو ته کښینی ، خو دا خبری افغانستان ته دپاکستان د صدراعظم د سفر نه مخته ډیری څرګندی نه ښکاري ، اما د افغانستان او سیمی حالات داسی څرګندوی چي دغه مسایل به تر ډیره د ځنډ سره مخ شی . ځکه د راپورونو له مخی تیره ورځ د اسرایلی هوایی ځواکونو له اړخه په عراق کی د ایران نظامی تنسیبات بمبار شوی ، د ایران اوامریکا اوانګلستان ترمنځ اړیکي خپل اخری تریخ حد ته رسیدلی ، اروپایی هیوادونه هم غواړی د ایران په خلاف قدم واخلی
همدا راز امریکا ته دپاکستان د لوړپوړو چارواکو اخری سفر اود کشمیر په لانجمنه مسئله دامریکایی ولسمشر ډونال ټرومپ د منځګړیتوب خبرو ، هندی واکمنان د سرګومۍ سره مخ کړی ، دهند تبلیغاتی اداری په دی اړه ډیر ناوړه تبلیغات کوی ، اودهمدی تبلیغاتو په پایلو کي دا دوه ورځی کیږي چي دهند اوپاکستان په پوله ددواړو هیوادو ترمنځ سختی نظامی نښتی روانی دی. داسی بریښی چي که دا نښتی زیاتی شي نو په یوه مکمل جنګ به تبدیلي شي
هندوستان ، امریکا ته د پاکستانی چارواکو د سفر او ددی سفر په نتایجو ، او د افغانستان په قضیه کی د هند یوی لوری ته په ګوښه کولو او دکشمیر په لانجمنه موضوع د امریکایی ولسمشر په راګډیدلو، خپل هیواد ته توهین اوسپکاوی ګڼلی ، ځکه هندوستان د ډیری مودی راهیسی هڅه کوی چی په سیمه کي د یوه ابر قدرت په څیر را څرګند شي خو پاکستان اوچین یی دغی هیلو ته درسیدو ترمخ خنډ ایجادوی ، دا په داسی حال کی چي چینیانو ، ترکانو ، ملیزیایانو ، او...په مکمله توګه دپاکستان اوامریکا ددي پریکړو نه ملاتړ اعلان کړی او نژدی ده چي د روسانو او ایرانیانو له اړخه هم ددغه ډول ملاتړ اعلان وکړل شي . نو که چیری د هند اوپاکستان ترمنځ نظامی خړپړتیا زیاتیږي نو دا به افغانستان ته د عمران خان سفر ټکنی کړی ، ترڅنګ به یی د طالبانو دهیئت او پاکستاني چارواکو ترمنځ دخبرو اترو موضوع هم ځنډونی کړی . ځکه پاکستان ادعا کوي چي هند د افغانستان زمکه ددوي په خلاف استعمالوي او دا اوسنی عملیات چي په کی پاکستانی عسکري ځواکونو ته پوره تاوران رسیدلی د هند د (را) د جاسوسی شبکی لخوا تر سره شوي دی ، خو پاکستان دا نه وایی چي په افغانستان کي اوسنی وحشیانه اوظالمانه نظامی عملیات چي د پاکستانیانو له خوا کنترولیږي د چالخوا تر سره کیږي؟
ترڅنګ یی د ایران اوپا کستان تر منځ اړیکی هم نژدی او دوستانه دي ، په تجارتی او زراعتی دواړو اړخونو کي ددی هیوادو ترمنځ اړیکی کلکی معلومیږي،
اما پاکستانیان ادعا کوي چي هندوستان د ایران زمکه د پاکستان دبلوچستان په خلاف استعمالوي، ایران ته دپاکستانی چارواکو اخری سفر او دایرانی لوړرتبه مامورینو سره یی لیدنو کتنو دا موضوع تر ډیره پوری را حل کړی ، دبله اړخه امریکایانو هم د بلوچستان تر نامه لاندی عسکری تنظیم (دبلوچانو دازادۍ غورزنګ) یو تروریست غورزنګ اعلان کړی او دپاکستان دا ستونزه یی چي د ډیری مودی راهیسی یی ورته هڅی کولی حل کړی، چی دی کار د پاکستان او ایران ترمنځ دوستانه اړیکی نوری هم را ټینګي کړی.
امریکایان غواړی دایران په اړه دپاکستان نظر خپلی لوری ته را جلب کړی ترڅو د ایران اوپاکستان ترمنځ اړیکي خراب کړی . خو پاکستانیانو دا درک کړی او د سیاسي شنونکو د ویناو له مخی به هیڅکله هم دی کار ته غاړه کښینږدی، ان تر دی چي د امریکایی ولسمشر ټرمپ سره دپاکستانی خان د لیدنو کتنو په وخت کي پاکستانی صدراعظم په ایران باندی د امریکا دهر ډول نظامی ګواښ سخت مخالفت وکړاو ډاګیزه یی کړه چي دغه ډول عمل به ټوله سیمه داور په لمبو کی راښکیل کړی.
همدا راز پاکستان د سعودیانو ، او دخلیج د نورو هیوادو سره هم ښی اړیکی لری ، ددغه هیواد سیاسی قیادت دخلیج هیوادونو ته د هغوی په خپلمنځی جنجالي امورو کی د منځګړیتوب وړاندیزهم کړی.او امریکایان ددی نه ښه خبر دی .دا چي دپاکستانی هیئت او امریکایانو ترمنځ خبری به څه ډول پایلی ورلری ، لږ څه انتظار ته اړتیا لري ، خو په هر صورت به پاکستان په دی خبرو کي هڅه وکړي ترڅو په افغانستان کي دخپلو ګټو او هم دامریکایی ګټو له پاره یو تضمین کړل شوی داسی نظام ولري چي ددوی دخبرو منونکی وی.
نور بیا

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !