د منحوسو خلقيانو او پرچميانو د کرغيړن تاريخ يوه توره پاڼه

ډاکټر يوسف اکبري

 دسټالين د منحوس فکر شاګردان په هیواد مسلط شول او څنګ ته یې د مرستې او مشورې په نامه د کی جي بي خونخوارې شبکې ماموران کښيناستل چې له یوې خوا  په دې توګه دولت واګي په لاس کې ولري او بل پلو ته د ولس وژنه د دوی تر هدایت او نظر لاندې عملي او انجام شي.خاقخاقخل

هارون په خپله(داودخان په خپله دکی جي بي په لومو کې)

نوم کتاب کې وایي  روسان په دې پوه و چې ډیر ژر به د دې مافیا رژیم په مقابل کې پاڅون وشي نو د کمونیزم بچو هڅه وکړه چې پاڅون په نطفه کې له مینځه یوسي او په دې ډول د روسې غوندې تر برچې لاندې نظام ټینګ کړي او د خپلې تجربې په اساس په اولس کې څوک مړه څوک بندیان او څوک فرار او په نورو کې د پاڅون روحیه مړه کړي.

نو ژر یې په نیولو پیل وکړ په لمړي سر کې به د تحقیق په نامه څه سوال او جواب موجود وو نیول شوي کسان به تر وخته پورې بندیان ساتل کیدل خو.کله چې بندیان ډير شول او د پل څرخی په زندان کې هم ځای نه وو نو د کار د اسانتیا لپاره عامې وژنې پیل شولې نیول شوي خلک د لستونو له مخې په کټګورۍ ویشل کیدل لمړی درجه لست به هغه کسان وو چې باید شهیدان شي او دوهمې درجې د زندان معنا در لوده یو ګوندي نظام وو.

هر خلقي په هره ساحه کې د نظر او صلاحیت خاوند وو وژنې ډیرې وې او رسیدګي نه شوه کیدای هر ګوند ملګري صلاحیت درلود چې په وژنه کې نوښتونو نه کار واخلي وژنو مختلف ډولونه درلودل ځینې یې ژوندي خښ کړل ځینې به یې په جهاز الوتکو د کابل په نامه سپاره کړل او په لاره کې به یې په غرونو کی وغورځول په ډیرو باندې یې نشان زده کړو ځینې به یې په صندق کې بند کړل او فیرونه به یې پرې وکړل  او ځینې به یې په ټانکونو پورې وتړل چې غوښې به یې په سرکونو پاتې شوې.

صاحب جان په کندز  ډګرمن ګل اغا په هرات انجنیر ظریف په کندهار عالمیار په بلخ ده نشین په شبرغان عبدالاحد ولسي په غزني او قادر په بغلان کې هغه جنایات وکړل چې بشريت پرې شرميږي.

اسدالله سروري د کابل د وژلو او کړولو  وظیفه په غاړه درلوده دده له خوا شفري لارښوونه (پاکستان اعزام  نماید)د اعدام په معنا وه.

په وژلو کې د دوی په اصطلاح لوړ رتبه مامورانو هم ګډون کاوو د ما ویستانو رژیم وو د مظلومو خلکو د کړولو او وژلو څخه به یې  خوند اخیست جیلونه د وژلو او کړاوونو لپاره وو دڅرخي پله زندان په یو وژنتون قصاب خانه بدل شوى و.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !