د هیواد سیاست د افواهاتو په غیږ کې) پرلپسې یو لسمه برخه)

لیکنه: استاد قریب الرحمن سعید

ټاکنی او سیاسی احزاب
مخکی له دی چي د ولسمشرله پاره په ټاکنیز کمپاین او په هغی کی د احزابو په رول باندی و غږیږو،د سولی دخبرو په پروسی لږڅه نور هم خپل بحث ته دوام ورکوو.
د امریکایی هیئت مشر ښاغلی خلیلزاد د قطر په دوحه کي د طالبانو د سیاسي هیئت سره دکتلو نه مخته نن پاکستان ته سفر درلود ، هغه د پاکستان د بهرنیو چارو دمسؤلینو ترڅنګ د دغه هیواد د نظامی اواستخباراتي چارواکو سره هم لیدنی کتنی لری، د ډاکتر خلیلزاد او طالبانو دو یاند دواړو له خولی ویل شوي چي د دواړو اړخونو تر منځ د موافقی د لاسلیک له پاره اسناد تیار دی . په دی موافقه لیک کی ، د دوی د خولی ویل شوی چي په کي څلور مهمی مادی شتون لری ، لمړۍ یی د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش ، دویم ، هغه سیمی چي دطالب نظامی ځواکونو تر ولکی لاندی دی هغه به دنورو هیواد له پاره د تروریستی عملیاتو له پاره نه استعمالیږي . دریم ، د دولت او طالبانو ترمنځ دخبرو پیلامه (خو ددولت غړی به نیغ په نیغه نه ، بلکه په هغه هیئت کي به شریک وی چي د کابل نه د افغانانو په نمایندګیود طالب سیاسي هیئت سره خبری کوي) او څلورم ، اوربند.
هغه څه چي په دی خبرو کي ډاګیزه ده هغه د طالبانو له اړخه د هیواد د اوسنی حاکم رژیم په رسمیت نه پيزندل دي . ددی ترڅنګ د تآکنو مسئله هم د شک و شبهاتو لاندی ده . که چیري به راتلونکی نژدی وخت کي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په پورته یاد کړل شوو موادو توافق صورت و نیسي نو بیا به ټاکنی تر نامعلومی مودی پوری و ځنډیږی ، ځکه د طالبانو غورزنګ دغه ډول ټاکنی دخپلو اصولوپه خلاف ګڼی.ددی ترڅنګ دطالبانو ویاند ښاغلي شاهین وایی چي وروستۍ خبری به د توافقنامی دلاسلیک اوپه هغی دامریکایانو دعمل کولو وروسته ،پوری اړوندی وی.
د ډاکتر خلیلزاد د خبرو هم داسی ډاګیزیږي چي هغوی هم واکمن رژیم دطالبانود غوښتنی له مخی له نظره غورځولی اودخبرو په مهال یی ددی رژیم غړی دهیئت غړی ګڼلی ، یعنی دولت به په خبرو کي دهیئت د غړو په څیر حضورو لری او پخپله به نیغ په نیغه د خبرو اوپریکړو جوګه نه وی. ډآکتر خلیلزاد وایی چي په دی اړه یی په تیرو لسو ورځو کي هم ددولت او هم دیو شمیر احزابو دمشرانو سره خبری کړی اوپوره موفقیت یی تر لاسه کړی. ددی معنا دا هم کیدای شي چي دولت پخپله د خپل اوسنی دریځ نه ښکته راغلی وی اودی ته اماده شوي وی چي دامریکایانو خبره و مني اود هیئت دغړي په څیر دسولی په راتلونکو خبرو کي برخه واخلي
دا چي د ډاکتر خلیلزاد او دطالبانو دسیاسي هیئت ترمنځ به د اوو میاشتو اوږدو خبرو او بلاخره یوی توافقنامی ته درسیدو نه وروسته دا مسوده لاسلیک کړل شی او که نه ، لا تر اوسه پوره څرګنده نه ده،‌ ځکه پخوا هم څو څو ځلی دغه ډول اعلانونه شوی وو خو عملی بڼه یی نه درلوده . دامریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو هم وایی چي هیواد یی تلوسه لري د افغانستان نه خپل نظامی پرسونل څومره چي ژر کیدای شي را بیرون کړي. په دی خاطر هغوی دپاکستان دمرستو انتظار کاږي ، ډاکتر خلیلزاد هم په افغانستان کي د سولی د قیام په خاطر د پاکستان د اوسنی حاکم نظام مشکور معلومیږي. دا به اوس دپاکستان د صدراعظم عمران خان دسفر پوری اړوندوه وی چي هغه په افغانستان کي د دولت دمشر ښاغلی محمد اشرف غنی سره څه ډول موافقی ته رسیږي. ویل کیږي چي ښاغلی خان به په افغانستان کي د یو شمیر سیاسي احزابو د نمایندګانو اویا هم مسؤلینو سره په همدی اړه خبری اتری ولري.
د بله اړخه په هیواد کي د ولسمشریزوټاکنو له پاره د کاندیدانو کمپاین هم دهمدی شک اوتردد په فضا کي پیل شو. یو شمیر کاندیدانو د مطبوعاتي کانفرانسونو له لاری اویو شمیر نورو بیا دسیاسی غونډو او په ولس کي د خپل سیاسي قوت د څرګندولو په خاطر دعوتی غونډی درلودی.
نور بیا

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !