د هیواد سیاست د افواهاتو په غیږ کې (پر لپسې دولسمه برخه)

 

لیکنه: قریب الرحمن سعید
ټاکنی او سیاسی احزاب 
په سیاسی احزابو د بحث نه لږ څه تم کیږم ، ځکه د هیواد د شخړی د غوڅ سیاسی حل له پاره یوځل بیا کورنۍ اوبهرنۍ کړۍ ګرمی شوی دی . امریکایی نماینده ښاغلی خلیلزاد همدا اوس د قطر پلازمینی دوحی ته رسیدلی او ویل کیږي چي همدا نن به د طالبانو دسیاسی چارواکو سره خبری اتری پیلوی ، خلیلزاد ددی نه مخته دوه ورځي دپاکستان په پلازمینه اسلام اباد کی وو او هلته یی د هغه هیواد دصدراعظم عمران خان په ګډون د هغه هیواد لوی درستیز ښاغلی باجوه او نورو مهمو اوذیدخله مقاماتو سره لیدنی کړی، ډآکتر خلیلزاد دخپلو لیدنو نه ډاډمن ښکاریده ، د امریکا دسفر نه د راګرزیدو وروسته دخلیلزاد او پاکستانی چارواکو ترمنځ دا لمړنۍ خبری وی چي تر سره شوي
ډاکتر خلیلزاد په خپلو خبرو کي څو مهمو مسایلو ته اشاره کړی او هغه دا چي د څو میاشتو پرلپسی خبرو اترو وروسته دامریکا او طالبانو د هیئتونو ترمنځ توافق لیک د لاسلیک له پاره تیار شوی دی، خو هغه ډاګیزه کړی چي په دی توافق کی به دامریکایی ځواکونو په وتلوخبره نه وی بلکه په داسی یوه توافق به خبره کیږی چي د امریکایی ځواکونو د وتلو له پاره لاره همواره کړی اودا هغه وخت شونی ده چي طالب سیاسی چارواکي د کابل د رژیم د چارواکو سره خبرو اترو ته کښینی . طالب چارواکو هم دا څرګنده کړی چي ددی توافق د لاسلیک وروسته به تر هغی بل قدم نه اخستل کیږي تر څو دامریکایی هیئت له خوا په شوی موافقه لیک عمل پیل نه کړل شي . یعنی د خبرو دا جریان همدا اوس لږڅه د شک او تردد سره دمخامخ کیدو خبره کوی
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایی چي په افغانستان کی به ددغه هیواد د عسکری قواوو څخه ۶۰۰۰ کسان ، د توافق وورسته خپل هیواد ته ستانه کړل شي . اما دامریکا یو شمیر مهمو سناتوران لکه ګراهم وایی چي دا به دامریکا ستره تیروتنه وی چي دا سی یو قدم واخلی چی د راتلونکی له پاره په کی تضمینات نه وی تر لاسه شوی. دامریکا نظامی چارواکی هم دغه ډول قدم دخپلو موخو په خلاف ګڼی او وایی چي امریکا به ټول هغه اهداف چي د خپلو عسکرو د وژلو په قیمت یی تر لاسه کړی له لاسه ورکړی،په دی خاطر د ځواکونو په ویستلو کي دی د بیړی او عجلی نه کار نه اخیستل کیږي
اما که طالبان په دی موفق شي چي بهرنیو عسکرو ته د افغانستان نه دوتلو کوم لنډ مهال ویش ورکړی او هغه عملی شي نودا به د طالبانو دسیاسی داسی واکمنۍ څرګندونه وی چي عملاپه هیواد کي حاکمیت نه لری خو د حاکمیت ساحه یی بیا هم په ټول هیواد خپره ده چي مثال اونمونه یی د نړۍ په تاریخ کی نه لیدل کیږی 
په هر صورت د امریکا ولسمشر (ټرمپ) دخپلی ژمنی سره سم غواړي د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو له پاره دخپلو ځواکونو شمیره په دغه هیواد کي راکمه کړی، دطالبانو سره دخبرو موخه یی هم دخپل عزت او وقار ( که لږ څه ورپاته وی) ساتل او خپلو هیوادوالو ته په دی اړه ډاډ ورکول دی ترڅو دهغوی رایه راخپله کړی
پاکستان هم امریکایانو ته سینه وهلی تر څو طالب سیاسی چارواکي د افغانستان ددولت د مسؤلینو سره په یوه میز کښینوي ، دا به په نژدی راتلونکي کي معلومه شی چي دا کار به دپاکستانیانو له پاره څومره شونی وي . که څه هم په دی اړه هم طالب سیاسی چارواکو اوهم امریکایی هیئت اعلان کړی چي د افغانستان ددولت هیئت به د کابل دعمومی هیئت د غړی په څیر په خبرو اترو کي برخه اخلی، نه دکوم مستقل هیئت په څیر.
اما پاکستانیان هم په خپل هیواد کي په دری څلورو اړخونو کي په جنګ اومبارزه بوخت دی چي افغانستان یی یو او د مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کیږي . پاکستانیان همدا اوس دخپل کورنی اقتصادی اوسیاسی جنجالونونه اخوا دهند سره په پوله اوپه کشمیر کي دهندی ځواکونو په خلاف په مبارزه بوخت دی ، تر څنګ یی په کورنیو سیاسی سختو جنجالونو کي را ښکیل دی ، اقتصادی ستونزی یی ډيری زیاتی او هری لوری ته دخپل اقتصاد د رغیدو له پاره لاس اچوی ،په هیواد دننه یی د خوراکی توکو قیمتونه خورا لوړ او ولس یی د ستونزوسره مخ دی ، خو بیا هم په هغه هیواد کي د لمړي ځل له پاره ټولی اداری په یوه خوله او یوه تدبیر عمل کونکی معلومیږی .د افغانستان په موضوع کی هم د هغه هیواد سیاسی او نظامی اداری اوس یوه خبره کوی چي په دی اړه ډاکتر خلیلزاد هم د پاکستانیانو سره ټولی هغه خبری شریکی کړی چي غواړی یی نن یی په قطر کی د طالب دسیاسي چارواکو سره مطرح او د پریکړی د لاسلیک تر پولو ورسوي.
دا چي نن به د قطر ددی خبرو پایلی څه ډول وی لږ څه نور انتظار ته اړتیا لری ،خو پوښتنه داده چي ایا طالب ځواکونه به د امریکایی هیئت ددی پورته نقل شوو خبرو سره توافق ولری او که نه ؟ ځکه طالب سیاسی چارواکو ته دبهرنیو ځواکونو وتل لمړۍ او د ټولو لانجو دحل یواځینۍ لاره معلومیږي ، او همدغه فکر په کور دننه د هیواد د ځواکمن سیاسی ګوند( حزب اسلامي )د قیادت سره هم شتون لری . دولسمشریز ټاکنو دکمپاین دپایلی په لمړنۍ غونډه کي په دغه اړه د حزب د مشرتابه له اړخه په څرګنده توګه همدغه ډول دریځ اعلان کړل شوی.
 
نور بیا

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !