مادورو: له امریکا سره جګړې ته چمتو یو

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، د امریکا د هر پارونکي اقدام په صورت کې ورسره جګړې ته پوره چمتوالی لري. مادورو دغه راز ویلي، که چېرته امریکا د دې هېواد پر وړاندې بیا هم پارونکې څرګندونې وکړي نو دوی به یې په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، امریکا د روسیې د مداخلې په صورت کې د کاراکاس محاصرې ته چمتووالی نیسي. مادورو ویلي، د ونزویلا د محاصرې په اړه د امریکا څرګندونې د وحشت ښکارندویي کوي او دوی به په هیڅ صورت له ورته ګواښونو ونه وېرېږي. هغه ویلي، جنایتکار امپریالیزم ته به په ونزویلا کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !