سعودي د اماراتو په منځګړیتوب له ایران سره د اړیکو رغول غواړي

مشهورې اسراییلۍ ویبپاڼې دبکا خبر ورکړی چې متحده عرب اماراتو او سعودي له ایران سره پټو اړیکو ته دوام ورکړی دی او محمد بن سلمان په جدي ډول له تهران سره پر خبرو غور کوي.  ویب پاڼې دخپلو پټو سرچینو په خبره لیکلي، سعودي د اماراتو په منځګړیتوب هڅې پیل کړي څو له تهران سره اړیکه ټنیګه او له ډپلوماټیکو لارو له دې هېواد سره خپلې ستونزې حل کړي.  سرچینه زیاتوي، امارات او سعودي دې پایلې ته رسېدلي دي چې له ایران سره د سعودي اړیکې د امریکا له اهدافو سره تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، غواړي له خپلو ګاونډیانو په تېره بیا سعودي سره په هغه صورت کې خبرې وکړي چې د ده په وینا له ایران ضد اقداماتو لاس واخلي.

دا وخت تهران او واشنګټن یو بل ته دجګړې ګواښونه کوي، چې له امله یې امریکا په منځنۍ اسیا کې خپل سرتیري ځای پرځای کړل.

تردې وړاندې فکرکېده چې سعودي دامریکا له اجازې پرته له ایران سره جوړ جاړی نه غواړي، بلکه دواشنګټن دخوشحالۍ په پار هر راز قربانۍ ته لبیک وایي.  خو داسې ښکاري چې سعودي هم تردې وروسته دخپلو ګتو لپاره دنورو رقابتونه نشي پاللی او دیوې روغې جوړې په لټه کې دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !