زرګونه کسانو تر امنیتي خبرداري وروسته له کشمیر کډه کړې ده

د سیلانیانو او هندو زیارت کوونکو په ګډون زرګونه خلک وروسته له هغې چې د سیمه ییزو چارواکو له خوا ورته امنیتي خبرداری ورکړل شو، د هند تر واک لاندې کشمیر څخه کډه کوي. هندي چارواکو زرګونو هندو زیارت کوونکو ته د امنیتي اندېښنو له کبله رسماً له کشمیر څخه د وتلو امر کړی دی. چارواکو ویلي چې وسله وال د پاکستان په ملاتړ پر هغه زیارت د برید پلان لري چې په کال کې یو ځل خلک ور درومي. یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره هندو زیارت کوونکي او هندي سیلانیان او همدا شان څه باندې ۲۰ زره کارګران له سیمې د وتلو په حال کې دي. هند له کلونو راهیسې پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې د وسله والو ملاتړ کوي، دا هغه سیمه ده چې نوي ډیلي او اسلام اباد یې د ملکیت په سر شخړې تل کوي. د شنبې په ورځ جرمني او بریتانیا په خپلو جلا جلا خبرداریو کې له خپلو ښاریانو وغوښتل چې دې سیمې ته له سفره ډډه وکړي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !