مصر کې د چاودنې له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د قطر پلازمينې قاهره کې د څلورو موټرو د ټکر په پایله کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.  د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، پېښه د قاهرې جنوب کې پر کورنيش النيل سړک شوې ده.  د چارواکو په وينا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټر په غلط لاس روان وه او له مخالف لوري درې راتلونکو موټرو سره يې ټکر وکړ.

خو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، دوی د پېښې پلټنې پيل کړي او داسې ګومانونه شته، چې موټر چلوونکي په قصدي توګه دا کار کړی وي، چې د لسګونو خلکو د مرګ ژوبلې لامل شو.  د مصر لوی څارنوال نبيل صادق د پېښې په تړاو د څېړنو امر کړی دی.  د مصر د روغتيا وزيرې هاله زايد ويلي، داسې اندېښنه شته، چې د مړو او ټپيانو شمېر نور هم زيات شي او کېدای شي ځينې کسان د نيل رود ته هم غورځېدلي وي.

دا پېښه د قاهرې په جنوب کې د سرطان روغتون مخته شوې، چې له امله يې د روغتون سربېره ګڼو ودانيو ته زیانونه اوښتي او سيمه کې د ترافيکو په تګ راتګ هم بنديز لګول شوی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !