ارګ پر صلاح الدين رباني د بهرنيو سفرونو بنديز لګولی

د راپورونو له مخې، د ارګ او د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست وزیر صلاح الدين رباني تر منځ د ترينګلتيا رامنځته کيدو له امله پر رباني د بهرنيو سفرونو بنديزونه لګيدلي دي.  یوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي، دغه بنديزونه وروسته له هغې لګيدلي چې صلاح الدين رباني د ډاکټر عبدالله په انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړ.

د سرچينې په وينا، اشرف غني تيره ورځ د قرغزستان، استراليا او د قطر هيوادونو ته د نویو سفيرانو باورلیکونه ومنل خو په دغه غونډه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني ګډون نه درلود.  سرچينه زیاتوي، د ارګ له لوري صلاح الدين رباني ته بلنه نه وه ورکړل شوې بلکې د هغه پر ځای د وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان غوښتل شوی و.

ويل کيږي، د ډاکټر عبدالله په کمپايني غونډه کې د صلاح الدين رباني له ګډون وروسته د ارګ او رباني تر منځ اړيکې ترينګلې شوي چې له امله يې پر نوموړي بنديزونه هم لګیدلي او د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ له راتلونکې ناستې هم منع شوی دی.

که څه هم رباني د سفيرانو د باور غونډې ته نه دی وربلل شوی خو سرچينه کاږي چې یادو سفيرانو د بهرنيو چارو وزارت کې له رباني سره هم کتلي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !